ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمدباقري په دغه تماس کې د ایران او پاکستان ددفاعي ا و امنیتی ملګرتیا پراختیا بهیر په تیره بیا دمشترکې پولې دامنیت په پیاوړتیا او لوړتیا کې ئې د هغو اغیزو ته په اشارې سره ووئیل، ددغه بهیر دوام او او دملګرتیاؤ لاپراختیا باید نوره هم اوڅاره شي.
د ایران دپوځ لوي درستیز او د پاکستان د پوځ نوي قوماندان د سرحدي امنیت په حوزې او له ترهه ګرو سره په مقابلې کې د تیرو وختونو ملګرتیاؤ پر دوام په ټينګار سره،په پولې کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د دوستۍ او ورورولۍ په پولې ددغې آئيډیا د پلی کولولپاره دملګرتیاؤ راتلونکي لور نیونو باندې ټينګار وکړ.
ددغه راپور په اساس سردار محمد باقري د پاکستان دپوځ نوی مشر قوماندان ته تهران ته دسفر بلنه هم ورکړه او متقابلا جنرال عاصم منیر هم د ایران دسردار باقري ته اسلام اباد ته د سفر لپاره وبالۀ.